د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.
د خبر له مخې یاد شرکت زیاتوي، چې وړاندې د ازبکستان د برښنا پنځو دستګاوو کې د ستونزې رامنځته کېدو له امله نوموړي هېواد افغانستان ته د خپلې برښنا کچه را ټیته کړې وه.
دی وايي، اوس مهال د نوموړې برښنا کچې په لوړیدو سره کابل او ولایتونو کې به د برښنا پرچاوي ستونزه تر را کښته شي.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د یاد شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژي کمښت ستونزه هواره کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21928
الكلمات: